د ټولنپوهنې څانګه:

د ټولنپوهنې (جامعه شناسی) څانګې پر(۱۳۹۲ل) کال د د ټولنيزو علومو پوهنځي ته د لوړېدو له پاره په (۱۳۹۲/۷/۲۸) نېټه د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي ته خپل وړانديز وکړ او له همدغې لارې د هرات پوهنتون علمې شورا ته ولېږل شو تر څو د لوړو زده کړو وزارت ته وليږل شي. له ښه مرغه د لوړو زده کړو وزارت قبوله هم کړه.

د لوړو زده کړو وزارت په (۱۳۹۲ل) کال کې د دوو نورو نويو يو بل ته نږدې پوهنځيو(ټولنپېژندنې پوهنځی په دوو څانګو ټولنپېژندنه او لرغون پېژندنه او ټولنيزو علومو پوهنځی له څلورو څانګو جغرافيه، تاريخ،ديني تعليمات او بدني تربيت سره) تاسيس په هرات پوهنتون کې منظور کړ. د هرات پوهنتون د ښه او نېک نظر او د لوړو زده کړو وزارت په تاييد او د نوموړي وزارت د انسجام او اکاډميکو چارو رياست د (۳۵۶/۴۶۱) شمېره د (۱۳۹۲/۸/۲) نېټې مکتوب پر اساس د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د ټولنپوهنې څانګې له خپلو نويو څانګو (تاريخ او جغرافيه ) په لرلو سره د ټولنيزو علومو پوهنځی جوړ کړ.

وېب پاڼه:

د ټولنپوهنې څانګه د (جامعه باز) په نوم يوه وېبپاڼه لري چې د محصلانو او استادانو مقالې او د ټولنپوهنې د څانګې پېژندګلوي په کې وړاندې کيږي . د جامعه باز وېب پاڼه د ټولنپوهنې د استادانو او محصلانو د څېړنو پر خپرولو سربېره ګڼ ن ور مطالب او مقالې لري چې د دغې څانګې محصلان او مينه وال ترې ګټه اخيستی شي. دغه پته دلته ليکل شوې او په پام کې ده په راتلونکي کې نوره هم پراخه شي. (www.socialogyherat.com)

پوهنيزې موخې:

د هرات پوهنتون د ټولنپوهنې څانګې لاندې ليکل شويو موخو ته لومړيتوب ورکوي:

ــ د ټولنپوهنې په برخه کې د وړتياوو روزل او ښوول.

ــ د افغانستان د ټولنيزو مسايلو په اړه په پوهونه کې مرسته او لاملونه پېژندل.

ــ د ټولنيزو مسايلو له پاره د کار پوهانو روزل، هغوی ته د ټولنيزو برنامو جوړول او پراختيا يې.

ــ د ټولنيزو پلان جوړونې د څېړنې له پاره د کارپوهانو روزل.

ــ د ټولنپوهنې پلانونو جوړونې د څېړنې له پاره د کارپوهانو روزل.

ــ د دولتي او خصوصي ډلو(سازمانونو) له پاره د ټولنې څېړونکو روزنه(چې له دغې لارې د افغانستان د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي برخو په پراخه کولو کې مرسته وکړي.)

ــ د افغانستان د معارف له پاره د ټولنپوهنې ښوونکي روزل.

ــ په افغانستان کې د ټولنپوهنې د څانګې دودول.

پوهنيزه برخه:

د ټولنپوهنې څانګې په څلور کلنه دوره کې لږ تر لږه (۱۴۴) درسي کرېډټونه په پام کې نيول شوي، چې  له هغې ډلې تر(۵۰)سلنه ډېر(۵۳،۷۷) تخصصي مضامين دي. په سلو کې شاوخوا شل(۲۰،۱۳) اساسي مضامين او پاتې (۳۰) سلنه يې نور عمومي، اختياري مضامين او پايليک نيسي. دغه معيارونه د جامعه شناسۍ څانګې د اړتياوو، ماهيت، او د افغانستان د نننيو واقعيتونو، اړتياوو له پاره د لوړو زده کړو وزارت د کرېډټ سيستم او د دغه وزارت يو شمېر نور اصول او اکاډميک قوانين جوړ شوي دي. څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت د لايحې او کرېډټ سيستم پر اساس د لسانس دورې له پاره لږ تر لږه (۱۳۶)کرېډټونه ټاکلي، پر همدې اساس يې د لسانس دوره په څلورو برخو په لاندې ډول په فيصدۍ وېشلې:

(۱)ځانګړي مضامين:(د څانګې اصلي او اړين مضمونونه) د لسانس دورې لږ تر لږه په سلو کې پنځوس کرېډټونه.

(۲)اساسي مضامين:چې د ځانګړو مضامينو بنسټ جوړوي او اصلي څانګې ته د ننوتلو او لاره هوارولو له پاره اړين دي . د لسانس دورې لږ تر لږه په سلو کې دېرش کرېډټونه .

(۳)عمومي او پوهنتون شموله مضامين: چې په ټولو څانګو او لوړو زده کړو موسسو کې تدريس کيږي، له اختياري مضامينو سره يو ځای د لسانس دورې په سلو کې (۱۲)کرېډټونه لري. دغه مضامين عبارت دي له :

اسلامي ثقافت، د افغانستان معاصر تاريخ، بهرنۍ ژبه، چاپېريال ساتنه او کمپيوتر.

(۴)اختياري مضامين:په دې برخه کې هغه مضامين دي چې محصلان يې له څو نورو څخه ټاکي او په يو نه يو ډول يې له اړونده څانګې سره اړيکې وي. دغه مضامين د پوهنتون شمول مضامينو سره يو ځای د لسانس دورې په سلو کې (۱۲)کرېډټونه لري.

(۵)پايليک او ساحوي پروژې: د نوموړې دورې (۸)سلنه کرېډټونه لري. د يادو معيارونو په پام کې نيولو سره د ټولنپوهنې څانګې د کرېډټ سيستم تحصيلي نصاب په لاندې ډول دی:

تخصصي مضامين: د ټولنپوهنې څانګې په تحصيلي نصاب کې تر (۵۰،۵۴)سلنه ډېر کرېډټونه اختصاصي مضمونونو ته ځانګړي شوي . د دغې څانګې تخصصي مضامين په دوه برخو وېشل شوي. (۲۵)تخصصي مضمونونه (۷۱ کرېډټ يا ۴۸،۹۶ سلنه) جبري دي چې ددغې څانګې محصلان يې بايد په څلورو کلونو کې وټاکي او د برياليتوب نومرې هم واخلي تر څو د لسانس سند لاسته راوړي.پنځه تخصصي مضمونونه (۱۱ کرېډټه يا ۷.۵۸ سلنه)اختياري دي، چې د دغې څانګې محصلان کولی شي چې له ورکول شويو لسو مضمونونو(۲۱کرېډټه) څخه يې ځانته غوره کړي.

 (۱) کوم مضمونونه چې بايد يې ولولي(اجباري تخصصي)، دوه ډوله دي چې د فارغانو د کاري ساحې پر اساس جوړ شوي. لومړۍ حوزه ټولنيزه کارپوهنه ده چې په معنی کې پر اصلي ، اختصاصي مضمونونو سربېره په کې لکه د ټولنپوهنې نظريې، د ټولنپوهنې د بېلابېلو حوزو تخصصي مضامين لکه ښاري ټولنپوهنه ، کليوالي، جنسيت، ټولنيز انحرافات، دين، کورنۍ، صنعت، کار، سياسي، ټولنيزه ډلبندي، ټولنيزې ډلې... شته دي چې پنځوس سلنه کرېډټ ورته ځانګړی شوی.

دوه يمه برخه اختصاصي مضمونونه د فارغانو د کاري ساحي پر اساس د څېړنې ارونو ته ځانګړې شوي دي، چې دغه مضامين(روشهای تحقيق مقدماتي ۱، روش تحقيق ۲(کمی)،روش تحقيق(کيفی)۳، روش تحقيق ۴(پېشرفته)،همدارنګه په ټولنيزو څېړنو کې د احصايې کارونه او ټولنيزو څېړنو کې د کمپيوټر (spss)کارونه تدريسيږي. له دغو مضامينو څخه د تېرېدو وروسته د دغې څانګې له محصلانو تمه کيږي چې د ټولنيزو څېړنو د پېژندنې، په کار اچونې او د دغو پروژو مديريت ولري او وکولای شي چې ټولنيزې څېړنې د علمي لارو په وسيله راټولې او تحليل کړياو د څېړنې راپور جوړ کړي.

(۲)اساسي مضمونونه: په ټولنپوهنې  څانګه کې اساسي مضامين په هغو مضامينو کې راځي چې له هغې تېرېدل اصلي رشتې(څانګې) ته اړين دي. لکه : (مباني جامعه شناسی ۱ او ۲) او يا هم ددغې څانګې محصلان  د ټولنپوهنې اړوند علومو سره اشنا کوي. اساسي مضامين چې په هغې کې د انساني او ټولنيزو علومو بنسټونه دي عبارت دي له : ټولنپوهنه، عمومي اراواپوهنه،جمعيت شناسي،انسان پېژندنه، سياست، اقتصاد، فلسفه او نور...د دغو علومو له ارونو او بنسټونو سره د ټولنيزو علومو څانګې د محصلانو بلدتيا اړينه ده. بله برخه مرستندويه مضامين دي چې د ټولنپوهنې څانګې بشپړوونکي دي . لکه: عمومي رياضيات او عمومي احصاييه . ددې له پاره چې د احصايې مضمون ته داخل شي، له دې وروسته د څېړنې اصول او د کمپيوټر کارول اړين دي. د ټولنپوهنې څانګې اساسي مضامين (۱۲)دي چې (۲۷) کرېډټه يا (۱۸.۶۲) سلنه کيږي.

(۳)عمومي يا پوهنتون شموله مضامين: دغه مضامين د کرېډټ سيستم په لايحه کې په ګوته شوي او د ټولنپوهنې څانګې په تحصيلي نصاب کې په همدې اساس ځای پر ځای شوي. پوهنتون شموله مضامين (۲۴)کرېډټه او(۱۶.۵۵) سلنه دي . دغه مضامين دادي: د افغانستان اوسنی تاريخ، بهرنۍ ژبه، چاپېريال ساتنه او کمپيوټر.

۴)پايليک يا ساحوي کارونه: د ټولنپوهنې څانګې د لسانس دورې پايليک بايد په ساحوي او ټولنيزو څېړنو پورې تړلی وي چې د اسنادو او نظرونو څېړنو پر اساس برابريږي. د ټولنپوهنې څانګې پايليک د کرېډټ د درېيمې مادې پر اساس (۵.۶)سلنه کرېډټ لري . څرنګه چې د مونو ګراف څېړنه يا پايليک ليکنه په ټولنپوهنې څانګې کې اړينه او دمحصلانو له بېلابېلو مضامينو سره تړلې ده نو ځکه ځانګړې پاملرنه ورته شوې او کار يې په اووم سمستر کې پيل او اتم سمستر کې پای ته رسيږي.