د څانګو او درسي کریکولم لنډه پېژندنه :

        د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځي په جوړښت کې دوې څانګې عامه اداره او د پرمختګ مدیریت شتون لري، چې په ترتیب سره یې د فارغ ورکوونکې او فارغ نه ورکوونې ترسرلیک لاندې د لوړو زده کړو وزارت څخه منظوري تر لاسه کړې .له بلې خوا نږدې ده ، چې د عامې پالیسۍ څانګه  د فارغ نه ورکوونکې څانګې تر سرلیک لاندې د هېواد د لوړو زده وزارت له خوا منظوره شي . چې د منظوري په اسنادو يې کار روان دی .

د هرې څانګې پېژندنه:

الف – د عامې ادارې څانګه :

د څانګې پېژندنه :

دا څانګه د ۳۹۰۵/۲۹۷۷نومرې حکم پر بنسټ په ۱۳۸۹/۱۱/۳۰ نېټه د لوړو زده وزارت له خوا د لومړنۍ  فارغ ورکوونکې څانګې په نامه د عامې ادارې او پالیسۍ په پوهنځي کې منظوره شوه .

دا پوهنیزه څانګه د دولت د دریو برخو اجراییه ،(د حکومتولۍ قانون) مقننه او قضایه قانون او د دوی ترمنځ د تړاو په سر غږېږي . عامه اداره د سازمان د یو لړ سره اوښتو تشلیلاتي توکو د کړنو ټولګه ، د انساني ځواکونو ، قوانینو ، مقرراتو، د چارو د کړنلارو ، د چارو د سرته رسولو د لارو او په فزیکي، مالي ، انساني  سرچینو باندې د اړیکو او ځواکمنتیا تدابیر دي ، چې دولت د دوی له لارې خپلې ستونزې  او دندې د حاکمیت او تصدي د کړنو په ډول د یو لړ موخو د پايښت او ثبات لپاره سرته رسوي  .

د څانګې فارغان :

 

د عامې ادارې د رامنځته کېدو څخه مو موخه د انساني ځواک پیاوړتیا، د دولتي سازمانونو د اړتیا وړ متخصصینو روزل او  د عامې ادارې  د دندې له چارو سره مو د زده کړیالانو پېژندګلوي ده . د دې څانګې فارغان د دولتي سازمانونو د مدیرانو په ډول دنده سرته رسولای شي .

د څانګې موخې :

  • د استادانو پوهنیزې درجې لوړول
  • د عامې ادارې په برخه کې څېړنې تر سره کول.
  • نوي کادرونه راوستل.
  • د هېواد د اداري سیسټم لپاره د متخصصو او باوري کادرونو روزل.

ب ــــ د پرمختیا د مدیریت څانګه:

  د پرمختیا مدیریت، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا ته او د انساني او مالي امکاناتو د راغونډولو او د سرچینو د چمتو او ځانګړي کولو لپاره اړین سازماني او فزیکي جوړښتونه او طرحې رغوي. د پرمختیا په مدیریت کې د اړتیا وړ جوړښتونه، د زیربنا جوړوونکو واحدونو په نامه سره یادېدل، چې د صنعتي کېدلو په بهیر کې د ودې او پرمختګ لپاره، د هېواد په اقتصادي چارو کې د کارندې ادارې، د طبیعي سرچینو د پراختیا لپاره، د اړیکو او د تګ و راتګ د نظامونو د ښه توب او پراختیا  او د زده کړییز نظام د اصلاح لپاره متوالي ګڼل کېدل. له همدې کبله دا څانګه د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځي په اډانه کې د ۱۱۸۲نومرې مکتوب په اساس په ۲۹/۷/۱۳۹۴تاریخ کې معاونیت مالی و اداری منظوره شوې،چې د پورته یاد شوو موضوعګانو په اړه تدریس او څېړنې ترسره کوي. د ۱نومرې غونډې پر بنسټ په ۳/۸/۱۳۹۴کې پوهیالۍ مینا هاشمي د څانګې د مشرې په توګه او ښاغلي هر یو پوهیالی جهاني، پوهیالی عطایي او پوهنیار بارکزی د څانګې غړي وټاکل شول. دې څانګې یو بل نوی غړی د ډوکټورا د سند په لرلو سره په ۱۳/۶/۱۳۹۵ تاریخ کې جذب کړی دی.

موخې:

  • د مدیریتي پوهې په پنځونه کې په فعاله توګه ونډه اخيستنه، د علمي کادر روزنه او د افغانستان په ورځنیو مسایلو د دوی پوهونه.
  • په لنډمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو(ماسټري او ډوکټورا) کې د ګډون له لارې د استادانو د پوهې د کچې لوړول
  • د استادانو او زده کړیالانو د اسانتیاوو لپاره د کرېډېټ سیسټم (غونډوال) دودول او له دې لارې نه د دوی د مسلکي پوهې کچه لوړول .
  • د افغانستان د ولس د غوښتنو پر بنسټ د درسي کریکولم او درسي واحدونو(یوونونو) دودول او د نړیوالو منل شویو ستنډرډونو سره د دوی سمون.
  •  
  • د عملي برنامو په وده کې مرسته ، د مدیریت د پوهنې د عملي کېدو په پار تر څو چې زده کړیالان د مدیریتي او اداري کړکېچونو سره بلد شي ،چې زموږ ټولنه ترې ځورېږي.

راتلونکې کړنلارې

  • د هر زده کړییز کال په پای کې له اړینو غوښتنو او ستنډرډونو سره د درسي کریکولم او یوونونو سمون.
  • د څانګې لپاره د درسي کریکولم او یوونونو د برابرولو هڅه.
  • د مدیریتي څېړنو د مرکز په رغولو کې د نورو څانګو او پوهنځي د مشرتابه سره مرسته.
  • د څانګې د غوښتنو او مهالوېش سره سم زده کړییزو بورسونو (ماسټرۍ او ډوکټورا) ته د استادانو استول.
  • د پوهنیزو ، سیمه ییزو او ملي کنفرانسونو دایرول او استادانو او زده کړیالانو ته په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون لارې هوارول.

په پایله کې د پورته کړنلارو د پلي کولو او ټاکل شویو موخو ته د لاس رسي په ترڅ کې هیلمن یو،چې د لوړو زده کړو وزارت او هرات پوهنتون او د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځي له اسټراټیژۍ سره سم ، د پرمختیا د مدیریت څانګه وکولای شي په یوه پنځه کلنه دوره کې د پوهنې د پنځولو په مرکز بدله شي، څېړنیزې برنامې اجرا کړي او زده کړیالانو ته د لېسانس په دوره کې د معیاري ښوونیزو خدمتونو په وړاندې کوونکې څانګه بدله شي.

 

د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځي د لېسانس دورې په کریکولم کې اته درسي سمسټرونه شامل شوي دي ،چې په څلورو زده کړییزو کلونو وېشل کېږي. ۱۴۴ کرېډېټونه لري، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کرېډت د لایحې پر بنسټ جوړ شوي دي . د دې پوهنځي د درسي نصاب منځپانګې د یوې کمېټې له خوا چې ښوونکي ، د افغانستان او نړیوالو پوهنتونو د سیاسي پوهو ، حقوقو او اقتصاد د متخصصینو له خوا د افغانستان د بازار د خصوصي او دولتي سکټورونو غوښتنو ته په پاملرنې سره او د نړیوالو معیارونو او د افغانستان د کلتوري او ټولنیزو ځانګړنو سره سم ترتیب او تنظیم شوې دي، د اکاډمیکو چارو د انسجام د ریاست له هوکړې نه وروسته په هرات پوهنتون کې پلي شوې،چې په لاندې څانګو وېشل کېږي:

الف – د عامې ادارې څانګه: د دې څانګې تر څپر لاندې دا مضمونونه شامل دي:

د عامې ادارې د څانګې مضمونونه

ګڼه

مضمون

د کرېډېټونو شمېر

د مضمون ډول

کتنې

  1.  

د سیمه ییزو حکومتونو اداره

  1.  

تخصصي

 

  1.  

الکترونیک دولت

  1.  

اختیارِي

 

  1.  

اصلاحات په عامه اداره کې

  1.  

اختیارِي

 

  1.  
  • کارښوونه
  1.  

عملي کار

 

  1.  
  •  
  1.  

عملي کار

 

  1.  

عامه اداره 1

  1.  

تخصصي

 

  1.  

عامه اداره 2

  1.  

تخصصي

 

  1.  

عامه اداره 3

  1.  

تخصصي

 

  1.  

عامه اداره 4

  1.  

تخصصي

 

 

ب – د عامې مدیریت څانګه لاندې مضمونونه په ځان کې رانغاړي:

د عامې مدیریت څانګې مضمونونه

ګڼه

مضمون

د کرېډېټونو شمېر

د مضمون ډول

کتنې

  1.  
  • او مدیریت
  1.  

تخصصي

 

  1.  

د دولت؟؟؟

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د انساني منابعو مدیریت

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د پروژې مدیریت

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د بدلون مدیریت

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د بحران مدیریت

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د پرمختیا مدیریت

  1.  

اساسي

 

  1.  

د سازماني چلند مدیریت

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د اړیکو مدیریت

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د عامې تدارکاتو مدیریت

  1.  

اختیاري

 

  1.  

اسټراټیژیک مدیریت

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د اطلاعاتي سیسټمونو مدیریت

  1.  

اساسي

 

  1.  
  • ي
  1.  

تخصصي

 

  1.  

د ارواپوهنې بنسټونه

  1.  

اختیاري

 

  1.  

دولتي محاسبه

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د اقتصاد د پوهنې بنسټونه

  1.  

اساسي

 

  1.  

عامه اقتصاد

  1.  

اساسي

 

  1.  
  •  
  1.  

اساسي

 

  1.  

انټرنشیپ یا کارښوونه

  1.  

عملي کار

 

  1.  
  • ګراف
  1.  

عملي کار

 

  1.  

د ښارونو پلان رغونه

  1.  

تخصصي

 

 

ج – د عامې پالیسۍ څانګه: دا څانګه لاندې مضمونونه په ځان کې رانغاړي:

د عامې پالیسۍ تر څپر لاندې مضمونونه

ګڼه

مضمون

تعداد کردیت

د مضمون ډول

کتنې

  1.  

د حقونو بنسټونه

  1.  

اساسي

 

  1.  

عمومي اساسي حقونه

  1.  

اساسي

 

  1.  

اداري حقونه

  1.  

اساسي

 

  1.  

د ټولنپوهنې بنسټونه

  1.  

اساسي

 

  1.  
  • نټرنشیپ یا کارښوونه
  1.  

عملي کار

 

  1.  
  • ګراف
  1.  

عملي کار

 

  1.  

د سیاست پوهنې بنسټونه

  1.  

اساسي

 

  1.  

عامه پالیسي 1

  1.  

تخصصي

 

  1.  

عامه پالیسي 2

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د چاپېریال د پالیسیو مدیریت

  1.  

اساسي

 

  1.  

نړیوالې موسسې او سازمانونه

  1.  

اساسي

 

 

د یادونې وړ ده ،چې د عامې ادارې او عامه پالیسي پوهنځي د ښوونیز نصاب په جوړښت کې لاندې مضمونونه په عمومي ډول د تدریس وړ دي، چې د دې مضمونونو په تدریس او پرمخ بوولو کې بېلابېلې څانګې مرسته کوي :

 

عمومي یا پوهنتون شموله مضمونونه

ګڼه

مضمون

د کردېټونو شمېر

د مضمون ډول

کتنې

  1.  

اسلامي ثقافت (نړۍ لید)

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

اسلامي ثقافت ( د عبادتونو فلسفه)

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

اسلامي ثقافت (د اسلام اخلاقي نظام

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

اسلامي ثقافت (د اسلام سیاسي نظام)

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

اسلامي ثقافت(د اسلام ټولنیز نظام)

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

اسلامي ثقافت (د اسلام اقتصادي نظام)

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

اسلامي ثقافت ( قران پېژندنه)

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

اسلامي ثقافت(د اسلامي تشریع تاریخ)

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

د کمپیوټر بنسټونه ۱

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

د کمپیوټر بنسټونه2

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

انګرېزي ژبه 1

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

انګرېزي ژبه 2

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

انګرېزي ژبه 3

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

د افغانستان معاصر تاریخ

  1.  

پوهنتون شموله

 

  1.  

          د څېړنې روده؟؟؟

  1.  

تخصصي

 

  1.  

د لیکنې اکاډمیک اصول

  1.  

اختیاري

 

د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځي تشکیلاتي جوړښت