د انځورګرۍ څانګه

  د انځورګرۍ څانګې هم د ښکلو هنرونو د پوهنځي له رغېدو سره سم په ۱۳۶۷ لمریز کال کې په کار پیل وکړ، چې د وخت په تېرېدو سره د دې څانګې د تدریس د څرنګوالي او کیفیت د ښه کېدو په موخه ډېرې هڅې وشوې؛ نو په پایله کې یې د استاذانو کاري وړتیاوې لوړې شوې او هم زده کړیالانو ته د زده کړې ښه چاپېریال رامنځته شو.

  دا څانګه اوسمهال ۱۲ استاذان لري، چې اووه تنه یې نارینه او پنځه تنه یې ښځینه دي. لکه څنګه چې مخکې مو نغوته ورته وکړه دې څانګې د پوهنځي له رغېدو سره سم په کار پیل کړی ، چې ځینې پلانونه یې د هماغه وخت دي؛ خو د استاذانو او د دې څانګې د چارواکو د هڅو له امله یې ډېر ګټور بدلونونه کړي دي او نوي پلانونو د پخوانیو پلانونو ځای نيولی دی.

پوهنیزې موخې

  د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د انځورګرۍ څانګه د دې په لټه کې ده، چې د تدريس څرنګتیا او کیفیت لوړو پوړیو ته هسک کړي او دا څانګه د اکاډمیکو ارونو او پرنسیپونو له معیارونو سره سمه کړي. دغه څانګه لاندې پوهنیزې موخې څاري:

    ـ زده کړیالانو ته د بنسټیزو ارونو(اصولو) او د انځورګرۍ د بنسټونو تدریس او د زده کړې په بهیر کې د دوی پوهنیزې او هنري وړتیاوې لوړول.

     ـ د استاذانو او زده کړیالانو له خوا د کلنیو ، ډله ییزو او انفرادي نندارتونونو دایرول.

      ـ  خلکو ته د انځورګرۍ د هنر پېژندګلوي او د نندارتونونو رغول.

     - د ټولو پام د هنر سپېڅلتیا ته اړول.

      ـ د څانګې د استاذانو او زده کړیالانو تر منځ د باور او اعتماد نه ډک چاپېریال رغول.

    ـ په انځورګرۍ کې یوه ځانګړي سبک ته رسېدل، چې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو انځورګرۍ څانګې ته اړوند وي.

ـ له لېسانس نه نیولې تر ماسټري او ډوکټورا پورې د استاذانو زده کړییزې رتبې لوړول.

ـ  د دې څانګې د استاذانو له خوا  علمي او هنري سیمینارونه دایرول.

 ـ د دې څانګې د استاذانو له خوا علمي او څېړنیزې مقالې او رسالې خپرول.

-

ـ د هېواد نه بهر د انځورګرۍ په فیسټیوالونو ، نندارتونونو او ورکشاپونو کې ګډون.

ښوونيزې موخې:

ښوونیزې موخې، چې د دې څانګې له بنسټیزو کړنلارو څخه ګڼل کېږي او هڅه کېږي چې د مسلک سره سمې وڅارل شي ، د نړۍ نورې کړنلارې هم په دې ډول دي.

  • له نړیوالو معیارونو سره د درسي کړنلارو او پالیسیو سمون.
  •  
  • د استاذانو له خوا د زده کړیالانو د زده کړې کچه لوړول.
  • د ډله ییزو او انفرادي نندارتونونو وړاندې کولو ته زدکړیالان هڅول.
  •  
  • زده کړیالانو ته علمي او هنري سیمینارونه او کنفرانسونه دایرول.
  •  
  • څېړنیزو فعالیتونو ته د زدکړیالانو هڅونه.
  • د څانګې تر څپر لاندې پر بېلابېلو څانګو خبرې اترې.
  • د زده کړیالانو له خوا د علمي، تیوریکي، اصولي او د نړیوالو معیارونو سره د سمو پایلیکونو وړاندې کول.

کریکولم درسی

درسي کریکولم

   د انځورګرۍ د څانګې مفردات او کریکولم د یوه ورکشاپ په ترڅ کې ،چې د هرات پوهنتون د شیپ کمېټې په مالي لګښت او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په مرسته د ۱۳۹۱ لمریز کال د اتمې میاشتې په شلمه نېټه دایر شوی و، سمون او تصویب شو. نوموړی درسي کریکولم ۱۴۳ کرېډېټونه لري ، چې په دوو غوړین رنګ او اوبرنګ ډولونو کې په معیاري توګه په لکچریز او عملي یا تطبیقي ساعتونو وېشل شوی دی. .

   د انځورګرۍ ځانګې په کریکولم کې تیوریکي او عملي مضامینو ته ځای ورکړل شوی، چې په پنځو سترو برخو وېشل کېږي: بنسټیز، تخصصي، اختیاري، پوهنتون شموله او په پایلیکونو پورې اړوند مضامین

د مینیاتورۍ څانګه

د مینیاتورۍ څانګه په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو تر څپر لاندې ورغېده او په کار یې پیل وکړ. دې څانګې د وخت په تېرېدو سره د مینیاتورۍ د هنر د لا ښه کېدو او د تدريس د څرنګوالي د لوړېدو په موخه ډېرې هڅې کړې دي. اوس مهال دا څانګه د ۹ تنو استاذانو خاونده ده، چې ۵ تنه یې نارینه او ۴ تنه یې ښځینه دي.

پوهنیزې موخې

  د تاریخ په اوږدو کې، چې د هنر کوم پېژندونه وړاندې شوي دي او د هغو ټکو پر بنسټ، چې له فکرونو نه او  د فیلسوفانو له اندونو نه لاس ته راغلي ، هنر یې د بشر روحي ، فکري او ټولنیزه بشپړتیا ښودلې ده، چې د فرد او ټولنو په ټولو شخصیتي اړخونو مثبت اغېز کوي. هنر تل د انسان د احساساتو څرګندونه کوي که غم  وي او که خوشحالي وي؛ نو خوند یې په ټولو څکي.

هنر د ټولو ولسونو او تمدنونو ګډه ژبه ده. هنر هرکله پر دې بریالی شوی، چې کمال پالنه (کمال ګرایی)وکړي او د ټولنې د اندونو کچه راڅرګنده کړي. له همدې امله تر ننه پورې هره ټولنه د هغې د کلتور او هنر پر بنسټ ارزول کېږي.

  په ټولیزه توګه هنر د هرې ټولنې یوه غوښتنه او اړتیا ده. هرات ولایت د هنر زړه دی او د تاریخ له څرګندونو څخه ښکاري، چې هرات  د تمدن، کلتور او هنر خاوند دی.

لکه څرنګه چې هرات د ختیځ هنر (مینیاتوري)ټاټوبی او روزنځای دی او په دې څانګه کې د شهرت پر لوړو پوړیو کې دی او ګڼ شمېر ښوونکي یې لکه کمال الدین بهزاد نړۍ ته ورپېژندلي او هنري میراثونه یې لا تر اوسه راپاتې دي؛ نو اړینه برېښي چې په دې برخه داسې کسان وروزل شي، چې دا ظریف ،عرفاني او اسلامي هنر درک کړي او تلپاتې یې وساتي. د هنر د درک او مطالعې لپاره بله چاره نه شته مګر دا چې  د کمال په ټاټوبي کې یې بیا ورغول شي، ځکه چې د هر هنر ښه پېژندنه په هغه ځای کې شونې ده، چې نوموړی هنر په کې زېږېدلی دی او لکه څنګه چې د مینیاتورۍ هنر په دې سیمه(هرات) کې خپلو لوړو پوړیو ته ختلی دی او پر نورو هنري ښوونځیو یې اغېز شیندلی او له بل پلوه یو اسلامي او عرفاني هنر دی؛ نو اړینه ده چې په خپل ټاټوبي کې وڅېړل شي.

         د دې هنري څانګې کمښت په ټولنو کې د فکر د خاوندانو له خوا احساس شوی دی او داسې انګازې راپورته شوې دي، چې د داسې یوه نهاد شتون اړین دی چې د ټولنې د ذوق ځواب ورسره وي، دې هنر ته پراختیا ورکړي او د هېرولو له ګواښ نه یې وژغوري؛ خو پرته له یوه زده کړییز نهاد نه چې اکاډمیکي چارې پر مخ بیایي بل کوم داسې نهاد نشته، چې د دې هنر روحي او مادي مخونه رابرسېره کړي تر څو د خلکو له خوا درک شي، په اصلي توګه وروزل شي او بیا راژوندی شي.

  نن نړیواله ټولنه او د یونسکو سازمان د دودیزو هنرونو د ساتنې په پار بې درېغه هڅې کوي تر څو وکولای شي د بشر تاریخ او پېژندنه خوندي وساتي ، چې دا د مینياتورۍ څانګې د رغېدلو یوه موخه ده.

      د مینياتورۍ څانګې لنډمهال او اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي دي تر څو وکولای شي د افغانستان د اصلي هنر ودې او پراختیا ته منبع او سرچينه وګرځي، چې تاریخي بهیر یې د تیموریانو نه را په دې خوا تر ننه راغځېدلی دی. دا پلانونه او کړنلارې به یې پخوانی ارزښت او ځای بیا راستون کړي، ترڅو چې په سیمه کې یې د یوه ارزښتمن او ځلانده غمي په څېر وځلوي.

   د مینیاتورۍ څانګه یوازې په مینیاتورۍ بسنه نه کوي بلکې د افغانستان ټولو اصیلو او دودیزو هنرونو ته به پاملرنه وکړي او د هغوی ښه پېژندګلوي به وکړي.

ښوونیزې موخې

د بېلګې په توګه د مینیاتورۍ د څانګې د ځینو کړنلارو نوملړ په دې ډول دی:

۱ـ د افغانستان د دودیزو هنرونو اصولي او علمي ښوونه

۲ـ د بومي هنرونو مطالعه او څېړنه .

.

۳ـ هېر شوي بومي هنرونه مستندول.

۴ـ  د زړو ودانیو او له منځه تلونکو لرغونو اثرونو په اړه سندونه او مدرکونه راټول.

۵ـ  د نندارتونونو ، ورکشاپونو او علمي خوځښتونو په ذریعه د زده کړیالانو د ذوق او اند کچه لوړول.

۶ـ د علمي او هنري کنفرانسونو رغونه.

.

۷ـ د زدکړې معیارونه لوړول او نړیوالو معیارونو ته رسېدل.

درسي کریکولم

د مینیاتورۍ د څانګې درسي کریکولم د څلورو کلونو لپاره رغېدلی دی . دا کریکولم په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د محمد رفیق رحماني او غلام حضرت حساس د پوهنځي د مینیاتورۍ څانګې د استاذانو له خوا ورغېد. دا کریکولم په ۱۳۹۳لمریز کال کې د درسي کړنلارو د کلستر کولو په ورکشاپ کې د کابل او هرات د ښکلو هنرونو د پوهنځیو له خوا کلستر شو. نوموړی کریکولم  ۱۴۴ کرېډېټونه لري، چې عملي او تیوریکي مضمونونه په کې شامل دي.

د ګرافیک څانګه

    د ګرافیک څانګې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي تر څپر لاندې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له منظورۍ سره په کار پیل وکړ.

   دا څانګه د اوو استاذانو درلودنکې ده، چې ښوونکي یې د پوهندوی ، پوهنمل او پوهنیار علمي رتبو خاوندان دي. دې څانګې تل هڅه کړې ده چې ښوونیز څرنګوالی او کیفیت معیاري کړي او د اکاډمیکو پرنسیپونو سره یې سم کړي.

   په دې څانګه کې د لوړو زده کړو د وزارت له خوا رغلې د کرېډيټ لاحیه او کریکولم شتون لري ، او خپل لومړني فارغان یې په ۱۳۹۳ لمريز کال کې ټولنې ته وړاندې کړل. که څه هم د دې څانګې د رغېدو نه لنډه موده تېره ده؛ خو بیا یې هم ګڼې چارې پر مخ بېولې دي او ډله ییز او انفرادي نندارتونونه یې دایر کړي دي.

    د دې څانګې تر څپر لاندې تخصصي کتابتونونه ، چاپځایونه او علمي او نظري ټولکي موجود دي.

     د دې څانګې استاذان د پوهنتون په علمي شورا ، د پوهنځي په علمي شورا ، د علمي څېړنو په کمېټه ، د نظم او ډیسپلین په کمېټه او د نندارتونونو د رغونې په کمیسیون کې غړیتوب لري.

   دې څانګې ته د عمومي او خصوصي کانکور د ازموینو له لارې د زده کړیالانو جذب سر ته رسي.

پوهنیزې موخې

-د ګرافیک هنر د ښوونې  کمي او کیفي خدمتونه لوړول او د نړیوالو معیارونو سره یې سمون.

-په هېواد کې د پوهنیزو او هنري لاسته راوړنو پېژندګلوي او د هغوی د کاري سیمو ښودنه.

-د نړیوالو معیارونو او د هېواد د غوښتنو سره د سمو متخصصو کادرونو روزنه

ـ د هېواد په کچه د څانګې ښه کېدل او لوړېدل او د هېواد نه بهر د ګرافیک د نورو څانګو سره اکاډمیکې اړیکې ټینګول.

ـ د څانګې د غوښتنو سره سم د عکاسۍ ، انیمیشن او کاریکاتور د رشته بنسټ اېښودنه او د هنر او فرهنګ د لا ښه کېدو په پار کاري  سیمه لا تخصصي کول.

درسي نصاب

په دې څانګه کې د لوړو زده کړو د وزارت له خوا منل شوی کریکولم پلی کېږي.هغه مضمونونه چې په دې کریکولم کې شامل دي په تیوریکي او عملي برخو وېشل کېږي او پنځه کټګورۍ لري : بنسټیز، تخصصي ، اختیاري ، پوهنتون شموله او مونوګراف

ښوونيزې موخې

  • د دې څانګې تر څپر لاندې د ګرافیک دوه کلنۍ «دو سالانه»دایرول
  • له معیارونو سره د څانګې د درسي پلانونو سمون
  • د پوهنیزو او هنري کنفرانسونو رغونه
  • د زده کړیالانو د پوهې او ذوق د اوچتولو له پاره د پوهنیزو خوځښتونو تګ

- د زده کړیالانو د پوهې د لوړولو او نړیوالو معیارونو ته د رسېدو په پار د مډرنو هنرونو مطالعه او څېړنه