وترنری علومو پوهنځی ریس علمی سوانحو ته لنډه کتنه

شعیب احمد شاخص د عبدالحمید حمیدی زوی په کال 1360کی په یوه علم پروره او متدین کورنی کی زیږیدلی دی چی ابتدائی دوره یی د ایران اسلامی جمهوریت په شهید کامیاب مکتب کی  په اعلی درجه سر ته رسولی او په کال 1379 کی د انقلاب اسلامی لیسی دولسم ټولګی څخه په متوسط درجه وتلی دی.

نوموړی په کال 1381 کی د هرات طبی متوسط انستیتوت کی د معاون فرمسی له ترسره کیدو وروسته د سراسری کانکور آزموینی له لاری لوړروزدکړو یعنی هرات پوهنتون ته لار وه مونده او په کال 1385 کی د هرات پوهنتون کرهنی پوهنځی وترنری څانګی څخه د لیسانس په سویه فارغ او په هماغه پوهنځی کی د ښونکی په صفت مقررشو. وروسته په کال 1387 کی د تحصیل د ادامی لپاره هندوستان هیواد ته ولاړ او د مایکروبیولوژی څانګه کی د کارناتاکا ایالت په KVAFSU پوهنتون کی په کال ۱۳۸۹ د ماستری په درجه له مایکروبیولوژی څانګی څخه فارغ شو. د ماستری دوری څخه وروسته خپل هیواد ته د راستونیدو او تر اوس مهاله پوری د وترنری علومو پوهنځی کی د استاد او رئیس په توګه خپله دنده تر سره کوی.