د ښکلو هنرونو پوهنځي د مشر لنډه پېژندنه:

پوهنمل محمد توفیق رحماني د عبدالرحمن زوی په کال ۱۳۵۲ لمریز د هرات په ولایت کې سترګې و غړولې. په هرات پوهنتون کې لېسانس او په تجسمي هنرونو کې د کابل پوهنتون ماسټر دی.

هنري فعالیتونه

  • په ۱۳۶۸ کال کې د استاذ مشعل د زده کوونکو په جمعي نندارتون کې ګډون له ۷ اثرونو سره
  • په ۱۳۶۸ کې د هرات ښار د ولایت تالار ( سالن ولایت) په ښکلا کې هڅه
  • په ۱۳۷۳ کې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د «فتح» په ټولیز(عمومي) نندارتون کې ګډون
  • په ۱۳۷۹ کې د طالبانو په دوره کې د هنرونو پوهنځي د مشعل په ټولیز نندارتون کې ګډون له ۱۶ اثرونو سره
  • په ۱۳۸۱ کې د «کهندیار» ټولیز(عمومي) نندارتون دایرول او د هنرونو په پوهنځي کې له ۳۲ مینیاتورۍ او انځورګرۍ اثرونو سره ګډون
  • په ۱۳۸۱ کې د میناتورۍ د څانګې د جوړولو نوښت د هرات پوهنتون د هنرونو په پوهنځي کې
  • په ۱۳۸۱ کال کې د هرات د خونې په ښکلا جوړونه اوعملي کار کې د چلوونکي (پرمخ وړونکي) په توګه دنده
  • په ۱۳۸۲ کال کې د هرات نظامي موزیم (دجهادي منظر) په انځورونه کې د چلوونکي په توګه دنده
  • په کال ۱۳۸۳ کې د «رامین جاوید» په غوښتنه د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې په بین المللي دوه کلنۍ ؟کې د ویاند په توګه دنده
  • په کال ۱۳۸۳ کې د هنرونو پوهنځي د «نور او رنګ» په ټولیز(عمومي) نندارتون کې ګډون
  • په کال ۱۳۸۴ کې د ټولیز نندارتون جوړښت، د ایران هیواد ګډ ګلکار زاده او د هرات پوهنتون د هنرونو پوهنځي استاذان او زده کړیالان له ۴ اثرونو سره
  • په کال ۱۳۸۵ کې د نوښت په لاره اچول او د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د مینیاتورۍ په لومړني دوه کلني «دوسالانه» نندارتون کې ګډون له ۴ اثرونو سره
  • په کال ۱۳۸۷ کې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د مینیاتورۍ د «دوسالانه» نندارتون دایرول او له ۲اثرونو سره ګډون
  • په کال ۱۳۸۷ کې د پوهنیارۍ کوچنۍ ټولګه لیکل د «په نقاشۍ کې د رنګ کارولو او تګلارې څیړنه دا باید په دری ولیکل شي!!!!!!» تر سرلیک لاندې
  • د هنرونو پوهنځي د مینیاتورۍ څانګې د دریم «دوسالانه» په جوړولو کې مرسته
  • په کال ۱۳۹۱ د هرات پوهنتون د هنرونو په پوهنځي کې د مینیاتورۍ څانګې نوښت او جوړول
  • په کال ۱۳۹۲-۱۳۹۳ د ۷ څېړنېزو او علمي مقالو لیکل
  • د ۷ علمي کنفرانسونو وړاندې کول د ماسټري په دوره کې
  • په کال ۱۳۹۳ کې د ماسټرۍ سند اخیستل
  • د ماسټري څېړنیز تیزیس لیکل د کمال الدین بهزاد لسو اثارو ته لنډه کتنه ( بررسی، تجزیه و تحلیل)باید په دري ولیکل شي!!!!!! تر سرلیک لاندې  
  • په کال ۱۳۹۴ کې د هرات د مینیاتورۍ په پنځم «دوسالانه» نندارتون کې ګډون له ۲اثرونو سره
  • د هرات د انځورګري د «دوسالانه» په دریم نندارتون کې له ۳ اثرونو سره ګډون
  • په کال ۱۳۹۵ کې د « لزوم حفظ میراث فرهنگی از نظر زیبایی شناسی» تر سرلیک لاندې د څېړنېزې مقالې لیکل
  • په کال ۱۳۹۵ کې د هرات د ابرنګ نقاشي «دوسالانه» په لومړني نندارتون کې له ۱۱ اثرونو سره ګډون

علمي سفرونه

۱-په کال ۱۳۸۹ کې د سلوانیا په هېواد کې ۱۲ ورځنی ورکشاپ د لاسي چاپ په اړه

۲- د ویاند په توګه د استانبول په نړیوال «دوسالانه» کې ګډون

۳-د المان هېواد په برلین او دوکومنتای کسل کې له نړیوال دوسالانه څخه لیدنه