د ښکلو هنرونو د پوهنځي پېژندګلوي              

 د ښکلو هنرونو پوهنځی په کال (۱۳۶۷ ل.) کې د (انځورګرۍ –خطاطۍ) څانګې په لرلو سره د هرات پوهنتون د جوړېدو سره یې جوخت په فعالیت پیل وکړ.دې پوهنځي څو کاله وروسته وکولی شول، چې په (۱۳۸۲ل.) کال کې د مینیاتوري څانګه هم پرانیزي او بیا په (۱۳۹۰ل.) کال کې یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ګرافیک څانګې په پرانیستلو بریالی شو.

دا پوهنځی یوه دولتي مؤسسه ده ، چې د هغه موخې د پوهنځي د ټاکلو لوحو پر بنسټ څرګندې شوي او  د پوهنځي ټولې چارې د دغو لوحو په پام کې نیولو سره برابرې او د پلي کېدو وړ دي.

علمي کادرونه غړي:

د دې پوهنځي په درې واړو څانګو کې اوسمهال ۲۸ تنه استاذان شتون لري، چې ۱۶ تنه یې ماسټران، ۳ تنه یې د ایران او هندوستان په هېوادونو کې د ډوکټورا او ماسټري په لوړو زده کړو بوخت دي او ۱۰ تنه نور یې د لېسانس درجې په لرلو سره په درس ورکولو لګیا دي. په دغه پوهنځي کې استاذان یو تن پوهندوی، ۵ تنه پوهنمل، ۱۲ تنه پوهنیار او لس تنه پوهیالي دي.

د ښکلو هنرونو پوهنځي د استاذانو بشپړه پېژندګلوي

کتنه

عمر

جنسیت

څانګه

د   د زده کړې کچه

     علمي کچه

  د پلار نوم

 تخلص

نوم

ګڼه

 

45

نرینه

مینیاتوري

ماسټر

پوهنمل

عبدالرحمن

رحماني

محمد توفیق

1

 

42

نرینه

ګرافیک

ماسټر

پوهنمل

محمد جان

حساس

  غلام حضرت

2

 

39

نرینه

انځورګري

ماسټر

پوهنمل

سید عبدالحق

فضلي

   سید نوید الحق

3

 

55

ښځینه

ګرافیک

  لېسانسه

پوهندویه

    حاجی نصرالدین

شهیر

فایزه

4

 

46

نرینه

ګرافیک

لېسانس

پوهیالی

غلام جیلاني

یزداني

   فضل الرحمن

5

 

46

نرینه

ګرافیک

ماسټر

پوهنیار

عبدالروف

تره کي

احمد وحید

6

 

44

نرینه

 انځورګري

  لېسانس

پوهنیار

محمدامین

اخوان

محمدیما

7

 

45

نرینه

 انځورګري

ماسټر

پوهنمل

محمد سرور

سروري

عبدالقدیر

8

ا        اوسمهال د ډوکټورا په دوره کې زده کړیال

43

نرینه

مینیاتوري

ماسټر

پوهنمل

   حاجی گل احمد

صوابي

عبدالناصر

9

 

35

نرینه

 انځورګري

ماسټر

پوهنیار

عبدالباقی

نورزائي

محمد شفیع

10

 

44

ښځینه

مینیاتوري

 ماسټره

پوهنیاره

نور احمد

عدل

نوریه

11

 

35

نرینه

 انځورګري

ماسټر

پوهنیار

    حاجی غلام یحی

   حق شناس

احمد ضیاء

12

 

35

ښځینه

 انځورګري

  لېسانسه

پوهیالۍ

غلام فاروق

   حبیب زاده

انیسه

13

 

35

ښځینه

مینیاتوري

 ماسټره

پوهنیاره

نجیب الله

وفا جواد

صالحه

14

 

34

ښځینه

 انځورګري

 ماسټره

پوهنیاره

غوث الدین

احرار

ساقیا

15

 

37

ښځینه

 انځورګري

 ماسټره

پوهنیاره

غلام محمد

نبي زاده

تورپېکۍ

16

 

33

نرینه

مینیاتوري

 لېسانس

پوهیالی

   حاجی عبدالقیوم

حبیبي

عبدالغفار

17

 ا         اوسمهال د ماسټرۍ په دوره کې زده کړیاله

32

ښځینه

مینیاتوري

لېسانسه

پوهیالۍ

امان الله

تسکین

حمیده

18

ا         وسمهال د ماسټرۍ په دوره کې زده کړیاله

27

           ښځینه

  انځورګري

لېسانسه

پوهیالۍ

عبداللطیف

ابراهیمي

آزیتا

19

 

33

            نرینه

ګرافیک

لېسانس

پوهیالی

صفي الله

نوید

حبیب الله

20

 

33

نرینه

ګرافیک

لېسانس

پوهیالی

قربانعلي

حیدري

مرادعلی

21

 

34

نرینه

  انځورګري

لېسانس

پوهیالی

محمد موسی

پغماني

احمد مرید

22

 

27

ښځینه

  انځورګري

لېسانسه

پوهیالۍ

عبدالکریم

اسلمي

ترانه

23

 

30

نرینه

مینیاتور

ماسټر

پوهنیار

   میر محمد ایوب

مشعوف

  میراحمد نوید

24

 

33

ښځینه

مینیاتوري

لېسانسه

پوهیالۍ

امیر محمد

میرزایي

معصومه

25

 

31

نرینه

ګرافیک

ماسټر

پوهنیار

محمد عثمان

حفیظي

 محمد مهدی

26

 

32

نرینه

مینیاتوري

ماسټر

پوهنیار

گل احمد

سلجوقي

احمد شعیب

27

 

35

نرینه

  انځورګري

ماسټر

پوهنیار

جلال الدین

رهگذر

نذیر احمد

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د پوهنځي امکانات او تجهیزات

د ښکلو هنرونو پوهنځی د یوې څلور پوړیزې ودانۍ په لرلو سره د هرات پوهنتون په ساحه کې درسي ټولګي، سمبال کارځایونه ، لابراتوار او کتابتون لري.

  1. د پوهنځي ځانګړی کتابتون
  2. د انځورګرۍ څانګې ځانګړی کتابتون
  3. د مینیاتورۍ څانګې ځانګړی کتابتون
  4. د ګرافیک څانګې ځانګړی کتابتون
  5. د IT کوټه د 20 کمپیوټرونو په لرلو سره
  6. د پوهنځي همیشنۍ ګالري د استاذ مشعل په نامه دهلیز
  7. د نندارتون لوی دهلیز
  8. د لاسي زده کړو کارځای
  9. د انځورګرۍ او مینیاتورۍ کارځای

ځانګړی کتابتون (کتابخونه)

د ښکلو هنرونو پوهنځی د هنر په زمینه کې د پرمختللي کتابتون درلودونکی دی. دغه کتابتون همدا اوس د تاریخ ،د هنري تیورۍ، انځورګرۍ ، ګرافیک او مینیاتورۍ په اړه ۳۰۰۰ کتابونه لري.

د کمپیوټر او انټرنېټ کوټه

د ښکلو هنرونو پوهنځی د کمپیوټر د یو لابراتوار درلودونکی او په پرمختللو کمپیوټري سیسټمونو سمبال دی. په دغه لابراتوار کې ۲۰ کمپیوټرونه زده کړیالانو ته د انټرنېټ څخه د ګټې اخیستلو لپاره شتون لري.

د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې فعالې کمېټې

  ۱- د پوهنځي علمي غونډه

         ۲- د پوهنځي د استاذانو غونډه                                             

  ۳- د کیفیت د تضمین کمېټه

  ۴- د پوهنځي د ازموینو کمېټه                                                                                        

  ۵-د څېړنې او ارزونې کمېټه

۶- د نظم او ډیسپلین کمېټه  

۷- د اړتیا سنجونې او پروژو موندنې کمېټه

۸- د بنسټ کمېټه

۹- د سفرونو کمېټه

۱۰- د نصاب کمېټه                                                    

 

د زده کړیالانو شمېر په ۱۳۹۶ل.کال کې

 د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې همدا اوس د بېلابېلو ولایتونو څخه ۴۲۴ زده کړیالان  په  زده کړه بوخت دي، چې په هغو کې «۱۷۹» تنه هلکان او «۲۴۵» تنه نجونې دي.

دویمه برخه

د ښکلو هنرونو پوهنځي د مشر لنډه پېژندنه:

پوهنمل محمد توفیق رحماني د عبدالرحمن زوی په کال ۱۳۵۲ لمریز د هرات په ولایت کې سترګې و غړولې. په هرات پوهنتون کې لېسانس او په تجسمي هنرونو کې د کابل پوهنتون ماسټر دی.

هنري فعالیتونه

  • په ۱۳۶۸ کال کې د استاذ مشعل د زده کوونکو په جمعي نندارتون کې ګډون له ۷ اثرونو سره
  • په ۱۳۶۸ کې د هرات ښار د ولایت تالار ( سالن ولایت) په ښکلا کې هڅه
  • په ۱۳۷۳ کې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د «فتح» په ټولیز(عمومي) نندارتون کې ګډون
  • په ۱۳۷۹ کې د طالبانو په دوره کې د هنرونو پوهنځي د مشعل په ټولیز نندارتون کې ګډون له ۱۶ اثرونو سره
  • په ۱۳۸۱ کې د «کهندیار» ټولیز(عمومي) نندارتون دایرول او د هنرونو په پوهنځي کې له ۳۲ مینیاتورۍ او انځورګرۍ اثرونو سره ګډون
  • په ۱۳۸۱ کې د میناتورۍ د څانګې د جوړولو نوښت د هرات پوهنتون د هنرونو په پوهنځي کې
  • په ۱۳۸۱ کال کې د هرات د خونې په ښکلا جوړونه اوعملي کار کې د چلوونکي (پرمخ وړونکي) په توګه دنده
  • په ۱۳۸۲ کال کې د هرات نظامي موزیم (دجهادي منظر) په انځورونه کې د چلوونکي په توګه دنده
  • په کال ۱۳۸۳ کې د «رامین جاوید» په غوښتنه د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې په بین المللي دوه کلنۍ ؟کې د ویاند په توګه دنده
  • په کال ۱۳۸۳ کې د هنرونو پوهنځي د «نور او رنګ» په ټولیز(عمومي) نندارتون کې ګډون
  • په کال ۱۳۸۴ کې د ټولیز نندارتون جوړښت، د ایران هیواد ګډ ګلکار زاده او د هرات پوهنتون د هنرونو پوهنځي استاذان او زده کړیالان له ۴ اثرونو سره
  • په کال ۱۳۸۵ کې د نوښت په لاره اچول او د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د مینیاتورۍ په لومړني دوه کلني «دوسالانه» نندارتون کې ګډون له ۴ اثرونو سره
  • په کال ۱۳۸۷ کې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د مینیاتورۍ د «دوسالانه» نندارتون دایرول او له ۲اثرونو سره ګډون
  • په کال ۱۳۸۷ کې د پوهنیارۍ کوچنۍ ټولګه لیکل د «په نقاشۍ کې د رنګ کارولو او تګلارې څیړنه دا باید په دری ولیکل شي!!!!!!» تر سرلیک لاندې
  • د هنرونو پوهنځي د مینیاتورۍ څانګې د دریم «دوسالانه» په جوړولو کې مرسته
  • په کال ۱۳۹۱ د هرات پوهنتون د هنرونو په پوهنځي کې د مینیاتورۍ څانګې نوښت او جوړول
  • په کال ۱۳۹۲-۱۳۹۳ د ۷ څېړنېزو او علمي مقالو لیکل
  • د ۷ علمي کنفرانسونو وړاندې کول د ماسټري په دوره کې
  • په کال ۱۳۹۳ کې د ماسټرۍ سند اخیستل
  • د ماسټري څېړنیز تیزیس لیکل د کمال الدین بهزاد لسو اثارو ته لنډه کتنه ( بررسی، تجزیه و تحلیل)باید په دري ولیکل شي!!!!!! تر سرلیک لاندې  
  • په کال ۱۳۹۴ کې د هرات د مینیاتورۍ په پنځم «دوسالانه» نندارتون کې ګډون له ۲اثرونو سره
  • د هرات د انځورګري د «دوسالانه» په دریم نندارتون کې له ۳ اثرونو سره ګډون
  • په کال ۱۳۹۵ کې د « لزوم حفظ میراث فرهنگی از نظر زیبایی شناسی» تر سرلیک لاندې د څېړنېزې مقالې لیکل
  • په کال ۱۳۹۵ کې د هرات د ابرنګ نقاشي «دوسالانه» په لومړني نندارتون کې له ۱۱ اثرونو سره ګډون

علمي سفرونه

۱-په کال ۱۳۸۹ کې د سلوانیا په هېواد کې ۱۲ ورځنی ورکشاپ د لاسي چاپ په اړه

۲- د ویاند په توګه د استانبول په نړیوال «دوسالانه» کې ګډون

۳-د المان هېواد په برلین او دوکومنتای کسل کې له نړیوال دوسالانه څخه لیدنه

دریمه برخه :

د انځورګرۍ څانګه

  د انځورګرۍ څانګې هم د ښکلو هنرونو د پوهنځي له رغېدو سره سم په ۱۳۶۷ لمریز کال کې په کار پیل وکړ، چې د وخت په تېرېدو سره د دې څانګې د تدریس د څرنګوالي او کیفیت د ښه کېدو په موخه ډېرې هڅې وشوې؛ نو په پایله کې یې د استاذانو کاري وړتیاوې لوړې شوې او هم زده کړیالانو ته د زده کړې ښه چاپېریال رامنځته شو.

  دا څانګه اوسمهال ۱۲ استاذان لري، چې اووه تنه یې نارینه او پنځه تنه یې ښځینه دي. لکه څنګه چې مخکې مو نغوته ورته وکړه دې څانګې د پوهنځي له رغېدو سره سم په کار پیل کړی ، چې ځینې پلانونه یې د هماغه وخت دي؛ خو د استاذانو او د دې څانګې د چارواکو د هڅو له امله یې ډېر ګټور بدلونونه کړي دي او نوي پلانونو د پخوانیو پلانونو ځای نيولی دی.

پوهنیزې موخې

  د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د انځورګرۍ څانګه د دې په لټه کې ده، چې د تدريس څرنګتیا او کیفیت لوړو پوړیو ته هسک کړي او دا څانګه د اکاډمیکو ارونو او پرنسیپونو له معیارونو سره سمه کړي. دغه څانګه لاندې پوهنیزې موخې څاري:

    ـ زده کړیالانو ته د بنسټیزو ارونو(اصولو) او د انځورګرۍ د بنسټونو تدریس او د زده کړې په بهیر کې د دوی پوهنیزې او هنري وړتیاوې لوړول.

     ـ د استاذانو او زده کړیالانو له خوا د کلنیو ، ډله ییزو او انفرادي نندارتونونو دایرول.

      ـ  خلکو ته د انځورګرۍ د هنر پېژندګلوي او د نندارتونونو رغول.

     - د ټولو پام د هنر سپېڅلتیا ته اړول.

      ـ د څانګې د استاذانو او زده کړیالانو تر منځ د باور او اعتماد نه ډک چاپېریال رغول.

    ـ په انځورګرۍ کې یوه ځانګړي سبک ته رسېدل، چې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو انځورګرۍ څانګې ته اړوند وي.

ـ له لېسانس نه نیولې تر ماسټري او ډوکټورا پورې د استاذانو زده کړییزې رتبې لوړول.

ـ  د دې څانګې د استاذانو له خوا  علمي او هنري سیمینارونه دایرول.

 ـ د دې څانګې د استاذانو له خوا علمي او څېړنیزې مقالې او رسالې خپرول.

-

ـ د هېواد نه بهر د انځورګرۍ په فیسټیوالونو ، نندارتونونو او ورکشاپونو کې ګډون.

ښوونيزې موخې:

ښوونیزې موخې، چې د دې څانګې له بنسټیزو کړنلارو څخه ګڼل کېږي او هڅه کېږي چې د مسلک سره سمې وڅارل شي ، د نړۍ نورې کړنلارې هم په دې ډول دي.

  • له نړیوالو معیارونو سره د درسي کړنلارو او پالیسیو سمون.
  •  
  • د استاذانو له خوا د زده کړیالانو د زده کړې کچه لوړول.
  • د ډله ییزو او انفرادي نندارتونونو وړاندې کولو ته زدکړیالان هڅول.
  •  
  • زده کړیالانو ته علمي او هنري سیمینارونه او کنفرانسونه دایرول.
  •  
  • څېړنیزو فعالیتونو ته د زدکړیالانو هڅونه.
  • د څانګې تر څپر لاندې پر بېلابېلو څانګو خبرې اترې.
  • د زده کړیالانو له خوا د علمي، تیوریکي، اصولي او د نړیوالو معیارونو سره د سمو پایلیکونو وړاندې کول.

کریکولم درسی

درسي کریکولم

   د انځورګرۍ د څانګې مفردات او کریکولم د یوه ورکشاپ په ترڅ کې ،چې د هرات پوهنتون د شیپ کمېټې په مالي لګښت او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په مرسته د ۱۳۹۱ لمریز کال د اتمې میاشتې په شلمه نېټه دایر شوی و، سمون او تصویب شو. نوموړی درسي کریکولم ۱۴۳ کرېډېټونه لري ، چې په دوو غوړین رنګ او اوبرنګ ډولونو کې په معیاري توګه په لکچریز او عملي یا تطبیقي ساعتونو وېشل شوی دی. .

   د انځورګرۍ ځانګې په کریکولم کې تیوریکي او عملي مضامینو ته ځای ورکړل شوی، چې په پنځو سترو برخو وېشل کېږي: بنسټیز، تخصصي، اختیاري، پوهنتون شموله او په پایلیکونو پورې اړوند مضامین

د مینیاتورۍ څانګه

د مینیاتورۍ څانګه په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو تر څپر لاندې ورغېده او په کار یې پیل وکړ. دې څانګې د وخت په تېرېدو سره د مینیاتورۍ د هنر د لا ښه کېدو او د تدريس د څرنګوالي د لوړېدو په موخه ډېرې هڅې کړې دي. اوس مهال دا څانګه د ۹ تنو استاذانو خاونده ده، چې ۵ تنه یې نارینه او ۴ تنه یې ښځینه دي.

پوهنیزې موخې

  د تاریخ په اوږدو کې، چې د هنر کوم پېژندونه وړاندې شوي دي او د هغو ټکو پر بنسټ، چې له فکرونو نه او  د فیلسوفانو له اندونو نه لاس ته راغلي ، هنر یې د بشر روحي ، فکري او ټولنیزه بشپړتیا ښودلې ده، چې د فرد او ټولنو په ټولو شخصیتي اړخونو مثبت اغېز کوي. هنر تل د انسان د احساساتو څرګندونه کوي که غم  وي او که خوشحالي وي؛ نو خوند یې په ټولو څکي.

هنر د ټولو ولسونو او تمدنونو ګډه ژبه ده. هنر هرکله پر دې بریالی شوی، چې کمال پالنه (کمال ګرایی)وکړي او د ټولنې د اندونو کچه راڅرګنده کړي. له همدې امله تر ننه پورې هره ټولنه د هغې د کلتور او هنر پر بنسټ ارزول کېږي.

  په ټولیزه توګه هنر د هرې ټولنې یوه غوښتنه او اړتیا ده. هرات ولایت د هنر زړه دی او د تاریخ له څرګندونو څخه ښکاري، چې هرات  د تمدن، کلتور او هنر خاوند دی.

لکه څرنګه چې هرات د ختیځ هنر (مینیاتوري)ټاټوبی او روزنځای دی او په دې څانګه کې د شهرت پر لوړو پوړیو کې دی او ګڼ شمېر ښوونکي یې لکه کمال الدین بهزاد نړۍ ته ورپېژندلي او هنري میراثونه یې لا تر اوسه راپاتې دي؛ نو اړینه برېښي چې په دې برخه داسې کسان وروزل شي، چې دا ظریف ،عرفاني او اسلامي هنر درک کړي او تلپاتې یې وساتي. د هنر د درک او مطالعې لپاره بله چاره نه شته مګر دا چې  د کمال په ټاټوبي کې یې بیا ورغول شي، ځکه چې د هر هنر ښه پېژندنه په هغه ځای کې شونې ده، چې نوموړی هنر په کې زېږېدلی دی او لکه څنګه چې د مینیاتورۍ هنر په دې سیمه(هرات) کې خپلو لوړو پوړیو ته ختلی دی او پر نورو هنري ښوونځیو یې اغېز شیندلی او له بل پلوه یو اسلامي او عرفاني هنر دی؛ نو اړینه ده چې په خپل ټاټوبي کې وڅېړل شي.

         د دې هنري څانګې کمښت په ټولنو کې د فکر د خاوندانو له خوا احساس شوی دی او داسې انګازې راپورته شوې دي، چې د داسې یوه نهاد شتون اړین دی چې د ټولنې د ذوق ځواب ورسره وي، دې هنر ته پراختیا ورکړي او د هېرولو له ګواښ نه یې وژغوري؛ خو پرته له یوه زده کړییز نهاد نه چې اکاډمیکي چارې پر مخ بیایي بل کوم داسې نهاد نشته، چې د دې هنر روحي او مادي مخونه رابرسېره کړي تر څو د خلکو له خوا درک شي، په اصلي توګه وروزل شي او بیا راژوندی شي.

  نن نړیواله ټولنه او د یونسکو سازمان د دودیزو هنرونو د ساتنې په پار بې درېغه هڅې کوي تر څو وکولای شي د بشر تاریخ او پېژندنه خوندي وساتي ، چې دا د مینياتورۍ څانګې د رغېدلو یوه موخه ده.

      د مینياتورۍ څانګې لنډمهال او اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي دي تر څو وکولای شي د افغانستان د اصلي هنر ودې او پراختیا ته منبع او سرچينه وګرځي، چې تاریخي بهیر یې د تیموریانو نه را په دې خوا تر ننه راغځېدلی دی. دا پلانونه او کړنلارې به یې پخوانی ارزښت او ځای بیا راستون کړي، ترڅو چې په سیمه کې یې د یوه ارزښتمن او ځلانده غمي په څېر وځلوي.

   د مینیاتورۍ څانګه یوازې په مینیاتورۍ بسنه نه کوي بلکې د افغانستان ټولو اصیلو او دودیزو هنرونو ته به پاملرنه وکړي او د هغوی ښه پېژندګلوي به وکړي.

ښوونیزې موخې

د بېلګې په توګه د مینیاتورۍ د څانګې د ځینو کړنلارو نوملړ په دې ډول دی:

۱ـ د افغانستان د دودیزو هنرونو اصولي او علمي ښوونه

۲ـ د بومي هنرونو مطالعه او څېړنه .

.

۳ـ هېر شوي بومي هنرونه مستندول.

۴ـ  د زړو ودانیو او له منځه تلونکو لرغونو اثرونو په اړه سندونه او مدرکونه راټول.

۵ـ  د نندارتونونو ، ورکشاپونو او علمي خوځښتونو په ذریعه د زده کړیالانو د ذوق او اند کچه لوړول.

۶ـ د علمي او هنري کنفرانسونو رغونه.

.

۷ـ د زدکړې معیارونه لوړول او نړیوالو معیارونو ته رسېدل.

درسي کریکولم

د مینیاتورۍ د څانګې درسي کریکولم د څلورو کلونو لپاره رغېدلی دی . دا کریکولم په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د محمد رفیق رحماني او غلام حضرت حساس د پوهنځي د مینیاتورۍ څانګې د استاذانو له خوا ورغېد. دا کریکولم په ۱۳۹۳لمریز کال کې د درسي کړنلارو د کلستر کولو په ورکشاپ کې د کابل او هرات د ښکلو هنرونو د پوهنځیو له خوا کلستر شو. نوموړی کریکولم  ۱۱۴ کرېډېټونه لري، چې عملي او تیوریکي مضمونونه په کې شامل دي.

د ګرافیک څانګه

    د ګرافیک څانګې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي تر څپر لاندې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له منظورۍ سره په کار پیل وکړ.

   دا څانګه د اوو استاذانو درلودنکې ده، چې ښوونکي یې د پوهندوی ، پوهنمل او پوهنیار علمي رتبو خاوندان دي. دې څانګې تل هڅه کړې ده چې ښوونیز څرنګوالی او کیفیت معیاري کړي او د اکاډمیکو پرنسیپونو سره یې سم کړي.

   په دې څانګه کې د لوړو زده کړو د وزارت له خوا رغلې د کرېډيټ لاحیه او کریکولم شتون لري ، او خپل لومړني فارغان یې په ۱۳۹۳ لمريز کال کې ټولنې ته وړاندې کړل. که څه هم د دې څانګې د رغېدو نه لنډه موده تېره ده؛ خو بیا یې هم ګڼې چارې پر مخ بېولې دي او ډله ییز او انفرادي نندارتونونه یې دایر کړي دي.

    د دې څانګې تر څپر لاندې تخصصي کتابتونونه ، چاپځایونه او علمي او نظري ټولکي موجود دي.

     د دې څانګې استاذان د پوهنتون په علمي شورا ، د پوهنځي په علمي شورا ، د علمي څېړنو په کمېټه ، د نظم او ډیسپلین په کمېټه او د نندارتونونو د رغونې په کمیسیون کې غړیتوب لري.

   دې څانګې ته د عمومي او خصوصي کانکور د ازموینو له لارې د زده کړیالانو جذب سر ته رسي.

پوهنیزې موخې

-د ګرافیک هنر د ښوونې  کمي او کیفي خدمتونه لوړول او د نړیوالو معیارونو سره یې سمون.

-په هېواد کې د پوهنیزو او هنري لاسته راوړنو پېژندګلوي او د هغوی د کاري سیمو ښودنه.

-د نړیوالو معیارونو او د هېواد د غوښتنو سره د سمو متخصصو کادرونو روزنه

ـ د هېواد په کچه د څانګې ښه کېدل او لوړېدل او د هېواد نه بهر د ګرافیک د نورو څانګو سره اکاډمیکې اړیکې ټینګول.

ـ د څانګې د غوښتنو سره سم د عکاسۍ ، انیمیشن او کاریکاتور د رشته بنسټ اېښودنه او د هنر او فرهنګ د لا ښه کېدو په پار کاري  سیمه لا تخصصي کول.

درسي نصاب

په دې څانګه کې د لوړو زده کړو د وزارت له خوا منل شوی کریکولم پلی کېږي.هغه مضمونونه چې په دې کریکولم کې شامل دي په تیوریکي او عملي برخو وېشل کېږي او پنځه کټګورۍ لري : بنسټیز، تخصصي ، اختیاري ، پوهنتون شموله او مونوګراف

ښوونيزې موخې

  • د دې څانګې تر څپر لاندې د ګرافیک دوه کلنۍ «دو سالانه»دایرول
  • له معیارونو سره د څانګې د درسي پلانونو سمون
  • د پوهنیزو او هنري کنفرانسونو رغونه
  • د زده کړیالانو د پوهې او ذوق د اوچتولو له پاره د پوهنیزو خوځښتونو تګ

- د زده کړیالانو د پوهې د لوړولو او نړیوالو معیارونو ته د رسېدو په پار د مډرنو هنرونو مطالعه او څېړنه

څلورمه برخه : د پوهنځي د استراتیژیک پلان لنډون

 

لکه څنګه چې هرات  د افغانستان له لویو ښارونو څخه دی. اوسني ځای او تاریخ ته یې په کتنې سره یو دودیز ښار ګڼل کېږي او همدارنګه په دې ښار کې ډېر بالقوه او بالفعل استعدادونه د هنر په ډګر کې شتون لري؛ نو همدارنګه دا پوهنځی مسوولیت لري ترڅو د دې هېواد راتلونکي ځوانان د هنرمن په توګه وروزي او ټولنه د هنري ځانګړي قشر له اړتیا څخه بې نیازه کړي.

 

   لید لوري یا لرلیدونه

    هرات د هنر په ډګر کې د یوې روښانې هنري مخینې درلودونکی او د هنر د پرمختګ زېږنده ده. د دې ښار د بالفعل او بالقوې هنر زده کوونکي او هنرمندان کولی شي د هرات پخوانۍ روښانه هنري دوره را ژوندۍ کړي.

    د پخوانیو سنتي هنرونو ژوندي کول او له ننني معیاري هنر سره یې ملتیا او د هرات د هنر نړیوال کیدل د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي ښه والی دی. دې ارمان ته په  کتلو سره، دې پوهنځي ستراتیژیکو تګلارو ته زمینه برابره کړې ده او د هغو د عملي کولو په لور ګامونه پورته کوي.

بنسټیز ارزښتونه

     هنر کولی شي په انساني ژوند کې ښکلي تغیرات او بدلونونه رامنځته کړي او ټولنې ته د پرمختګ په لور حرکت ورکړي؛ نو په همدې لحاظ د هنرونو پوهنځی کولی شي د ارزښتونو ځای څرګند کړي. مثبت فکر کول، د انسان په شان ژوند کول او سوچ کول له هغو ارزښتونو څخه دي، چې د هنرونو پوهنځی هغوی ته درناوی کوي.

موخې او هدفونه

     هنر د یوې ټولنیزې اړتیا په توګه په بشري ټولنه کې طرحه شوی دی او له ځانګړې دریځ څخه برخمن دی. په ټولنه کې تغیر او بدلون د وګړو د سوچونو پر بنسټ را منځ ته کېږي، هنر د ټولنې فکري لوړوالی او له معنوي او حسي ځواکمنو څیزونو څخه دی، چې دا مدعا هنري بدلون په ډاګه کوي.

   افغانستان د خپل پنځه زره کلن تاریخ سره د بودایي، کوشاني، غزنوي، غوري، تیموري او ... تمدنونو ته د پرمختګ زېږنده ده.

      هرات د افغانستان له مهمو  ښارونو څخه دی، چې د خپل د ځانګړي جغرافیایي موقعیت له نظره د تجارت، کلتور او هنر له مخې کولی شي د کلتورونو د وړانګو او د فکرونو د راکړې ورکړې مرکز واوسي.

     د افغانستان د هنر تاریخ دا ټاکلی شي، چې هرات د تیموریانو د تمدن زانګو ده او نړیوالو د توجه سوزېدلو سبب شوی او د فکرونو د خاوندانو د پرتلې مرکز هم دی.

     دې حال ته په کتو سره د هرات د خلکو هنرپالنه او هنري خبرتیا د هنر رامنځ ته کېدو ته زمینه برابروي. لکه څرنګه چې په هرات کې بالقوه او بالفعل قوه  شتون لري؛ نو د ښکلو هنرونو د پوهنځي جوړول  په دې ښار کې یو اړین کار برېښي

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځی تر دې مهاله د هېڅ پوهنتون سره ګډې پولې نه لري.

پینځمه برخه : د څانګو کاري سیمې

 

د ښکلو هنرونو د فارغانو کاري سیمې:

د دې څانګې فارغان کولای شي په تبلیغاتي(خبرتیایي) شرکتونو ، ټېلویزوني شبکو ، په ښوونځیو کې د هنر مضمون د ښوونکي په توګه ، د پوهنتونونو د استاذ په توګه ، د کور د ډیزاین او ډیکور په شرکتونو کې، د لرغونو آثارو په ساتنځایونو کې ، د ښار په ننني ډیزاین کې ، د ښاروالیو په فرهنګي څانګو کې او داسې نورو ګڼو ځایونو کې دنده تر سره کړي .

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي د اداري مسئولینو او د څانګو د مشرانو پېژندګلوي:

پوهنمل محمد توفیق رحماني د پوهنځي ریس

پوهنمل غلام حضرت حساس د پوهنځي مرستیال

پوهنمل سید نویدالحق فضلي ،د انځورګرۍ د څانګې مشر

پوهنمل محمد توفیق رحماني د مینیاتورۍ د څانګې مشر

پوهندویه فایزه شهیر، د ګرافیک د څانګې مشره

شیما یعقوبي: د پوهنځي تدریسي مدیره

راضیه سخي: د پوهنځي اجرایي مدیره

د اړیکو لارې

پته : د هرات پوهنتون ټولنه ، د هرات پوهنتون د اداري ودانۍ لوېدیځې خوا ته ، د ښکلو هنرونو پوهنځی

د اړیکې شمېره :