دیپارتمنت پشتو

پښتوڅانګه د ادبياتو اوبشري علومو پوهنځي د پراختيايي  پلان پربنسټ  د هرات پوهنتون اولوړو زده کړو وزارت د هېواد د پوهنتونونو په چوکاټ کې د پوهنيزو رشتو پراختيا او دغه راز د اړتياوړ پوهنيزو څانګو د رامنځته کېدو د ستراتيژيک پلان په لړ کې په  ۱۳۸۷ لمريزکال کې د ادبياتو اوبشري علوموپوهنځي په  چوکاټ کې  په يوه تن استاد (عبدالرحيم رحيمي) خپل فعاليت پيل کړ.

دغه څانګه ۶ علمي کادري غړو څخه برخمنه ده، چې د ليسانس اوماسټرۍ ترکچې زده کړې او د پوهنمل، پوهنيار او پوهيالي علمی رتبې لري.

(۱ )ګڼه جدول  د ادبياتو پوهنځي پښتوڅانګې عملي کادري غړي

شمېره

نوم

علمي رتبه

علمي کچه

 کاري تجربه

1

عبدالرحيم رحيمي

پوهنمل

ماسټر

11 کاله

2

محمدهاشم اتمانخېل

پوهنيار

ماسټر

1۰ کاله

3

فرهاد مومند

پوهنيار

ماسټر

۹ کاله

4

عصمت الله مياخېل

پوهنيار

ماسټر 

۹ کاله

5

عبدالواحد ناصري

پوهيالی

اوسمهال دماسټرۍ په تحصيلي دوره کې

۶ کاله

6

شکرالله عاکف

پوهيالی

اوسمهال دماسټرۍ په تحصيلي دوره کې

۶ کاله

 

د پښتوژبې اودبياتو څانګې د فارغينو شميرنې

 له دغې څانګې څخه د۱۳۹۰ کال نه تراوسه پورې له ۲۴۰ نه زيات محصلين فارغ شوي دي. 

    د برحاله محصلانو شمېرنې

د مګړي د دغې څانګې په درسي ټولګيوکې د ۲۹۳ تنه محصلين په زده کړو بوخت دي