د هرات پوهنتون دعلمي شورا غونډه

hu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۳۸
""

د هرات پوهنتون دعلمي شورا غونډه د هرات د پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني ، د استادانو د چارو آمر  او د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهنمل رحیم بخش فقیر یار ، او د پوهنتون د پوهنځیو د رئیسانو او د استادانو په حضور کې د علمي شورا د غونډو په اتاق کې تر سره شوه.
 غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. او وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د پوهنتون د استادانو د هڅو څخه د درسي چارو د مخته وړلو په برخه کې مننه وکړه. د پوهنتون د اړوند مسائلو په اړه یې هر اړخیز بحث وکړ او د وضعیت د ښه کېدو لپاره یې  لازم هدایات او لارښوونې د غونډې حاضرینو ته وړاندې کړې. د پوهنتون رئیس د  علمای کرامو سره د رهبري هیأت ناستو او لیدلو ته هم اشاره وکړه.  دا ناستې یې مثبتې بیان کړې او  د غونډې د حاضرینو څخه یې وغوښتل تر څو خپلې طرحې او نظرونه په دې اړه بیان کړي. ورپسې، د غوڼدې غړو خپل نظرونه او پېشنهادونه بیان کړل او د آجندا مطابق یې، د استادانو د تقرر او علمي رتبو د ترفیع  دوسیې تثبیت او برسي کړې او په پای کې  یې لازمې پرېکړې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۱:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د هېواد لودیځ زون تحصیلي بنسټونو له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په یاد زون کې یې د تحصیل پر ښه والي او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۳۸
Background image

د هرات پوهنتون دعلمي شورا غونډه

د هرات پوهنتون دعلمي شورا غونډه د هرات د پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني ، د استادانو د چارو آمر  او د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهنمل رحیم بخش فقیر یار ، او د پوهنتون د پوهنځیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون اداري غونډه

د هرات پوهنتون اداري غونډه د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني ، د استادانو د چارو آمر او د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهنمل رحیم بخش فقیر یار ، او د پوهنتون د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS