د هرات، فراه، غور، بادغیس، او نیمروز پوهنتونونو لپاره د امام او مبلغ د بستونو ازموینه

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۲:۳۸
""

 د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني،  د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي منت الله آخندزاده د لوړو زده کړو د وزارت د ممتحن هیئت مفتي نذیر احمد احمدي او مولوي ولي محمد محمدي اود دې بستونو د غوښتونکو په حضور کې د هرات پوهنتون د علمي شورا د جلساتو په سالون کې وا خیستل شوه .
مراسم د الله جل جلاله د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول او ورووسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني حاضرینو ته د ښه راغلاست سره سره د علماوو د مقام او دریځ په اړه، د امامانو او مبلغینو ښه نقش د زده کړو په برخه کې او د هغوی تبلیغ د اسلامي تعلیم په اړه وویل د افغانستان د لوړو زده کړو  په نهادونو کې په دریم او څلورمو بستونو کې به امامان او مبلغین وګومارل شي.
ورپسې مفتي نذیر احمد احمدي په ټولنه کې د علماوو دریځ ته په اشارې سره تأکید وکړ چې عالمان په تحصیلي نهادونو کې حیاتي نقش لري او د لوړو زده کړو وزارت دریم او څلورم بستونه د مرکز او ولایاتو د پوهنتونونو لپاره په نظر کې نیولي دي. تر څو د تحریري او تقریري ازموینو، او د علمي سیمینارونو له لارې په دې بستونو کې وګومارل شي.
وروسته بیا د آزموینې پروسه د لوړو زده کړو د ممتحن هیأت او د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ له خوا پیل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۳۸
Background image

د هرات پوهنتون دعلمي شورا غونډه

د هرات پوهنتون دعلمي شورا غونډه د هرات د پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني ، د استادانو د چارو آمر  او د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهنمل رحیم بخش فقیر یار ، او د پوهنتون د پوهنځیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون اداري غونډه

د هرات پوهنتون اداري غونډه د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني ، د استادانو د چارو آمر او د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهنمل رحیم بخش فقیر یار ، او د پوهنتون د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د رواني روغتیا څلور ورځنی ورکشاپ

د رواني روغتیا څلور ورځنی ورکشاپ، د انکشاف مسلکي آمریت، د هرات پوهنتون استادانو، د IAM بین المللي دفتر په همکارۍ، د یاد آمریت د کنفرانسونو په سالون کې، د استادانو د مسلکي وړتیاوو د. . .

BACK TO NEWS