جلسه پلان استراتیژیک ۵ ساله معاونیت مالی و اداری برگزار شد

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۸:۴۳
:

نن ورځ د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د پنځه کلن استراتېژيک پلان ناسته د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخندزاده، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت په کاري دفتر کې دایره شوه.
لومړی د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخندزاده د استراتېژیک پلان د ارزښت په اړه خبرې وکړې وه یې ویل: د یوې ادارې هره برخه د برناموو د پراختیا، مخته وړلو او موخو ته د لاس رسي لپاره د لنډې مودې او اوږدې مودې پلانونو ته اړتیا لري او په راتلوونکو ۵ کلونو کې د هرات پوهنتون باید د معیاري استراتېژیک پلان د طرحې له لارې لوړ دریځ لاسته راوړي.
ښاغلي آخندزاده د تحصیلي مرکزونو مالي او اداري برخې یو له حیاتي او ارزښتمنو برخو څخه وبللې زیاته یې کړه: د دې معاونیت اساسي لومړیتوب هرات پوهنتون ته د خدماتو رسول او د پراختیا او پرمختګ لپاره یې دلارې هوارول دي، لازمه ده چې د اداري برخو آمران او مدیران دې اړین امر ته په پاملرنې سره خپلې انکشافي برنامې او پلانونه چمتو او ترتیب کړي.
ورپسې د اداري برخو آمرانو او مدیرانو هم خپل نظریات تبادله کړل، خپلې طرحې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲ ذی القعده ۱۴۴۴ - ۱ جوزا ۱۴۰۲

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۰:۵۹
Background image

د زراعت پوهنځي په زده کړییز او تحقیقاتي فارم کې د کنجدو بوټي له خوشه یې ډول څخه معلومات اخیستل او تحقیق.

د زراعت پوهنځي د اګرانومي څانګې څلورم ټولګي محصلینو له نباتاتو څخه نمونه اخیستنه د زراعت پوهنځي په تحقیقاتي فارم کې د زراعت پوهنځي د فارم آمر عزیز احمد صیقل په لارښوونه چې د کنجدو پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۰:۵۳
Background image

په تعلیم تربیې پوهنځي کې د کمپیوټر زده کړیزې مقدماتي دورې پای.

د کامپیوټري زده کړیزو برنامو مقدماتي ۵ میاشتینۍ دوره چې د الکترونیکي زده کړې کمیټې مسئول پوهنیار معروف نورزي او استاد عباس فرزام په واسطه د تعلیم تربیې پوهنځي ریاست په همکارۍ د تعلیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۵:۲۱
Background image

په هرات پوهنتون کې د لوېدیځ زون د اعتبار ورکونې او تضمین کیفیت علمي برناموو د ورکشاپ پای.

ه هرات پوهنتون کې د لوېدیځ زون د اعتبار ورکونې او تضمین کیفیت علمي برناموو د ورکشاپ پای. د لوېدیځ زون د اعتبار ورکونې او تضمین کیفیت د علمي برناموو څلور ورځینی زده کړییز ورکشاپ چې په. . .

BACK TO NEWS